وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ
اوکه چیری نه وی فضل د اللّه تعالٰی په تاسوباندی او رحمت دهغه اوداچه یقیناً اللّه تعالٰی ډير توبه قبلوونکی دی حکمتونو والا دی -
په دی آیت کښی ترغیب دی عمل کولوته په تیرشوؤ حکمونوباندی او ذکر دنعمت الٰهیه دی، او فضل نه مراد بچ کول دی داعمالو دفحشاء نه په اول دوه حکمونو کښی - او درحمت نه مراد بچ کول دی د اقوالو دفحشاء نه په روستو دوه حکمونوکښی په ذکرکولو دحدود او دلِعان سره - او جزاء د لَولَا محذوف ده لَاَبُتَلِتُمْ بِالْفَحْشَآءِ یعنی ضرور به مبتلاشوی وی په فحشاء سره -