إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
مگرهغه کسان چه توبه اوکړی روستو ددی کارنه او نیک کړی عملونه پس یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی -
ددی استثناء اثرخو د فسق په لری کولو کښی اجماعی دی لکه چه په دی سره جلد بالاتفاق نه معاف کیږی لیکن قبولیت دشهادت سره ددی به تعلق کښی اختلاف دی بعضی اهل علم په نیز شهادت د دوی همیشه مردود دی اودبعضی اهل علمو په نیز روستو دتوبی نه ددوی شهادت قبلولی شی -