قُلْ لِمَنِ الْأَرْضُ وَمَنْ فِيهَا إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
ته اوایه چه د چا په اختیار کښی ده ځمکه اوڅوک چه په دی ځمکه کښی دی که تاسو پوهیږئ -
په دی آیتونو کښی عقلی دلیلونه اعترافی دی (یعنی په دی کښی ئی اقرار دمشرکانوذکرکړی دی اوپه دی کښی اثبات دتوحید او بعث بعدالموت دواړو دی) اوپه دی کښی احسن (ښائسته) ترتیب دی ځکه چه اول دځمکی اود ځمکی اوسیدونکوپه باره کښی تپوس دی بیا پورته اووه آسمانونه او بیا دهغی نه اوچت عرش ئی ذکرکړی دی - بیا دی ټولوته عام شامل صفت دبادشاهئ او تصرف ذکرکړی دی اوپه دی ټولو دلیلونوکښی دتصرف او د واکدارئ د اللّه تعالٰی ذکردی -
فائده: اول سره ئی تذکیر ذکر کړی دی ځکه چه ځمکه نزدی ده دهغی نه یاداشت ښه حاصلیږی اود آسمانانواو عرش سره ئی تقویٰ ذکرکړی ده ځکه چه آسمانونه او عرش دلالت کوی په عظمت او هیبت شان باندی اودهغی سره تقویٰ مناسب ده - په دریم کښی (تُسْحَرُونَ) ئی سره دتعجب نه ذکرکړی دی یعنی چه دبادشاهی او پناه دمصیبت نه ورکول او عجز دټول مخلوق د اللّه تعالٰی دمقابلی کولو نه داچه یوکس د اللّه تعالٰی په صفت کښی منی اوبیا هم دهغه سره شریک جوړوی نوددغه کس دماغ خراب وی او مجنون وی -
فائده: هرکله چه رب (په دوهم دلیل کښی) په معنیٰ دتصرف کوؤنکی دی نومراد دادی چه تصرف د آسمانونو اوداعرش د چا دپاره دی نوددی وجی نه په جواب کښی لام په لِلّه کښی ذکرکړی شو -