المؤمنون ۴

وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُون

اوهغه کسان چه دوی زکوٰة لره ورکؤونکی دی -

دا څلورم صفت دی او د زکوٰة نه مراد د نفس دپاک ساتلو عملونه دی (تزکیه دنفس) اوپاک والی دمال په صدقاتو او زکوٰة ورکولو سره هم په دی کښی داخل دی - اوابن کثیروئیلی دی چه اصل زکوٰة دمال فرض شوی دی په مکه کښی او نصاب او مقدارونه ئی مقرر شوی دی په مدینه کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل