بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ
یقیناً کامیاب دی مؤمنان -
ربط: ددی سورة دسورة حج سره دادی (۱) دسورة حج په آخرکښی مؤمنانوته اوامرذکر شول دپاره د دنیوی کامیابئ نوددی سورة په اول کښی ذکرکوی صفات دمؤمنانو دپاره دفلاح اخروی (۲) په هغه سورة کښی رد دی په شرک د تحریم او تحلیل نوپه دی سورة کښی تردید دی په شرک فی البرکات باندی چه هغه مبدء دشرک فعلی ده -
رد دی په شرک فی البرکات باندی په شپږو طریقوسره اول دولس عقلی دلیلونه، شپږ دسورة په اول کښی اوشپږ په آخرکښی - دوهم شپږ نقلی دلیلونه - دریم مقابله په مینخ دصفاتو دمؤمنانو او دمشرکانو کښی اوهریو دهغی نه څوارلس څوارلس دی - څلورم ویره ورکول مشرکانوته په ذکر داووه اسبابو دعذاب ا ووه حالتونه دعذاب - پنځم تردید په شپږ قسمونو دشرک، شپږم ذکر د یؤولس اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی دمعرف دپاره -
داسورة تقسیم دی څلوروبابونو ته اول باب تر(۲۳) پوری دی په دی کښی بشارت دی مؤمنانوته په اوؤ صفاتوسره اوبیا شپږ عقلی دلیلونه دی اودعویٰ دسورة ده -
په دی آیت کښی مرکزی صفت ذکرکړی دی چه ایمان دی اما ترمذی حدیث ذکرکړی دی د هغی مضمون دادی چه دا ایاتونه چه نازل شول نو نبی ﷺ قبلی ته مخ کړلو اولاس ئی پورته کړل دعائی اوغوښتله اللهم زدنا ولاتنقصنا (ترآخره پوری) بیائی اوفرمایل چه ما باندی لس آیاتونه نازل کړی شوی دی چاچه په دی باندی عمل اوکړلو نوجنت ته به داخلیږی اشاره شوه چه مراد دفلاح نه جنت ته داخلیدل دی اوداورنه بچ کیدل دی -