الحج ۷۷

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۩ ࣛ

ای ایمان والو رکوع کوئ‌ او سجده کوئ خاص درب خپل او کوئ‌ دخیرکارونه ددی دپاره چه کامیاب شئ -

هرکله چه بیان شول احوال دمشرکانو اوس خطاب کوی مؤمنانوته په هغه امورو سره چه په هغی سره فلاح او نصرت حاصلیږی او هغه څلور اوامر دی په دی آیت کښی او څلور دی په روستو آیت کښی، رکوع او سجده ئی خاص ذکرکړه چه د نورو سرکشانو نه فرق په دی سره راځی په قیام سره نه راځی (وَاعْبُدُوا) عام دی رکوع او سجدی نه ټولو عبادات بدنیه او مالیه ته شامل دی (وَافْعَلُوا الْخَيْرَ) دا دعبادت نه هم عام دی ښه اخلاق او دمخلوق سره احسان کول اونفلی کارونه په کښی داخل دی - ابن کثیر په تفسیر دآیت (۱۸) ددی سورة کښی روایات داحمد او ترمذی او ابوداؤد په اثبات ددی سجده کښی ذکرکړی دی اوهریو باندی کلام نقل کړی دی، بیائی وئیلی دی چه دا روایات بعضی دبعضو تائید کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل