أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څه چه په آسمان کښی دی او ځمکه کښی دی یقیناً دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کښی دی یقیناً داپه اللّه تعالٰی باندی آسان دی -
دا دلیل عقلی دی په اثبات دعلم د اللّه تعالٰی سره په هرڅیزباندی او دا تائید دی دتیرشوی آیت چه اللّه تعالٰی ددوی د اختلاف فیصله کولی شی ځکه چه په هرڅیزباندی عالم دی (إِنَّ ذَلِكَ) دا اشاره ده اختلاف دخلقو ته یا اشاره ده د آسمانانو او دځمکو څیزونوته چه دا ټول دتقدیر په کتاب کښی دی اوپه دوهم ذالک کښی هم دا دواړه توجیه دی - او دا آیت دلیل دی په اثبات د لیکلو د تقدیراتو باندی -