الحج ۶۷

لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ

دپاره دهری ډلی مقرر کړی ده مونږ طریقه د بندگئ‌ چه دوی چلیږی په هغی باندی پس دوی تا اونه اوباسی د کارنه په وجه دجگړی سره په دین کښی اودعوت کوه خپل رب ته یقیناً ته خامخا ئی په هدایت برابر باندی -

هرکله چه دانسان کفرئی ذکرکړو نودهغی دعلاج دپاره دعوت ذکرکوی لیکن د اول نه تشجیع ذکرکوی، حاصل دادی چه دهری ډلی دپاره جدا جدا لار او مسلک دی نودوی به ستاسره ضرور جگړه کوی ستا ددین او مسلک په باره کښی لیکن دوی دی تالره په دی جگړوسره دکارنه اونه باسی بلکه دعوت کوه توحید درب خپل ته ځکه چه تاسره پوره صحیح دلیلونه شته دی (لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا) په دی جمله کښی منسکاً حق اوباطل دواړه طریقوته شامل دی ځکه چه منسک په اصل کښی هغه ځآی او لاری ته وئیلی شی چه انسان هغی ته عادتاً ځی او راځی دپاره دخیر یادشر اوجعل تکوینی اوتشریعی دواړوته عام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل