الحج ۶۵

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ

آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی ستاسو دوس دلاندی کړی دی ستاسو دفائدی دپاره هغه څه چه په ځمکه کښی دی او کشتئ روانی دی په دریاب کښی په حکم د اللّه تعالٰی سره اورا ټینگ کړی دی آسمان لره د راپریوتلونه په ځمکه باندی سیوا دحکم دهغه نه یقیناً اللّه تعالٰی په خلقوباندی شفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی -

دا بل دلیل عقلی دی په دی کښی تصرفات الٰهیه په ځمکه او آسمان اودریابونو کښی ذکرکړی دی او دا آفاقی دلیل دی اوتسخیر دځمکی د څیزونو دادی چه دهغی نه انسانان هرقسم فائدی اخلی په امر د اللّه تعالٰی سره (وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ) کښی اشاره ده چه آسمان بغیر دستنو نه اللّه تعالٰی را ټینگ کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل