الحج ۱۴

إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

یقیناً اللّه تعالٰی به داخلوی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوعملونه ئی کړی دی په تابعدارئ دسنت جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی یقیناً اللّه تعالٰی کوی هغه څه چه اوغواړی -

په دی آیت کښی څلورم قسم دخلقو ذکردی چه هغه مؤمنان دی اودهغوی دپاره بشارت اخرویه دی (إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ) په دی کښی جواب دی که څوک وهم اوکړی چه اللّه تعالٰی ولی بعضی خلق گمراه کوی اوبعضوته هدایت کوی؟ حاصل جواب دادی چه اللّه تعالٰی په خپله اراده سره ډیرحکمتونودپاره کار کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل