الحج ۱۱

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انْقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ

اوبعضی دخلقو هغه دی چه بندگی د اللّه تعالٰی کوی په شک باندی پس که اورسیږی ده ته خیر کلک شی په هغی اوکه اورسیږی ده ته تکلیف اپوټه شی په مخ خپل باندی تاوانی کړه ده دنیا او آخرت لره داتاوان دی ښکاره -

مخکښی دوه قسمونه دخلقو بیان شول اوس دی آیت کښی دریم قسم ذکرکوی په طریقه د زجرسره اوپه دی کښی منافق او مفاد پرست مراد دی یعنی دین اسلام منی یا ددین کارکوی ددنیا په غرض سره که دغه غرض حاصلیږی نو اسلام منی یا ددین کارکوی ددنیا په غرض سره که دغه غرض حاصلیږی نواسلام منی اوعمل ددین کوی اوکه غرض دنیوی نه حاصلیږی نوبیا اعراض کوی او ددی مصداق په دی وخت کښی ډیرموجود دی توحید او سنت په دی غرض اومنی چه مال ددنیا او عزت د دنیا ملاو شی اوقرآن لولی په دی اراده چه اجرت به ملاؤشی جنازی له ورځی په دی نیت چه څه مال به حاصل کړی اوچه دا مقصدونه حاصل نه شی نوبیا هیڅ نه منی اونه عمل کوی (حَرْفٍ) په معنیٰ دشک دی یعنی په توحید او دین باندی یقین نه لری یا په معنیٰ د طرف او اړخ دی یعنی په طرف اوډډه سره اوسی پوره اسلام کښی نه داخلیږی (وَجْهِهِ) نه مراد دین باطل دی (خَسِرَ الدُّنْيَا) تاوان ددنیا دادی چه په مسلمانانو کښی دمنافقت دوجی نه ذلیل شی اونورخلق هم ورباندی اعتبار نه کوی - اوتاوان دآخرت دادی چه څه عبادتونه ئی په منافقت سره کړی دی هغه ټول برباد شی (خَيْرٌ) نه مراد ددنیا فائدی دی ځوی کیدل، مالدارکیدل، دبدن صحت، ددنیا عزت او اقتدار (فِتْنَةٌ) نه مراد تکلیفونه دی یعنی غریب شی، قحط راشی، اولاد ئی نه کیږی، بیمارشی، دامامت او تدریس یا د یو دنیوی مرتبی نه محروم شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل