وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ
اودوی وائی نیولی دی رحمان اولاد پاک دی هغه بله دوی (محتاج) بندگان دی عزت ورکړی شوی دی -
په دی کښی زجردی په نسبت کولو دولد اللّه تعالٰی ته دولد حقیقی یا حکمی نسبت کوی دحکمی معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی ورله اختیار او تصرف ورکړی وی چه په هغی وجه دوی د بعضی حاجتونو پوره کولو ذمه واران دی - اود رد دپاره ددغه صالحینو بندگانو اته صفات دعجزئی ذکرکړی دی په دی آیت کښی دوه صفتونه دی - اول صفت عباد عاجزی کوونکی دی اومحتاج دی (۲) ( مُكْرَمُونَ) کرامت او عزت والا دی په نیز د اللّه تعالٰی یعنی کرامت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -