الأنبياء ۲۴

أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَنْ مَعِيَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُمْ مُعْرِضُونَ

آیا نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه حق داردبندگئ ته اوایه راوړی پوخ دلیل خپل دا (رددشرک) وعظ ځما دملگرودی او وعظ دهغه چا دی چه ځمانه مخکښی دی بلکه ډیر ددی خلقونه نه پوهیږی په حق باندی نودوی مخ گرځوی -

هرکله چه مخکښی دلیل په توحید باندی ذکرشو نواوس زجردی چه په اتخاذ د آلِهه دوی لره دلیل نیشته (هَذَا ذِكْرُ) نه مرا دادی چه دا مسئله دتوحید اورد دشرک دټولو پیغمبرانو اود کتابونو الٰهیو مسئله ده - (لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ) حق توحید دی اوقرآن دی اودادلیل دی جه جهل سبب داعراض دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل