لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ
که چیری وی په ځمکه او آسمانانوکښی مبعودان برحق ډیر سیوا د اللّه تعالٰی خامخ خراب شوی به ؤو انتظام ددی دواړو پس پاک دی اللّه تعالٰی چه مالک دعرش دی دهغه څه نه چه دوی ئی بیانوی -
په دی کښی رد دی په اتخاذ د الٰهو باندی چه مخکښی آیت کښی تیرشو اوپه دی کښی دوه توجیه دی - اوله توجیه بنا ده په دی خبری باندی چه مراد د الٰهه نه مستقل قدرت او اختیار اوتصرف والا دی اوفساد نه مراد نیشت والی دی یا د انتظام بربادی ده - نو معنیٰ دا شوه چه په ځمکه او آسمانونو کښی مستقل تصرف کوونکی ډیروی نوځمکه او آسمانونه به نه وؤ - یا انتظام به ئی برباد شوی وؤ اووجه داده چه ایجاد ددی به یا ددواړو په قدرت مستقله سره وی یادیو تن په قدرت سره اول خو ځکه باطل دی چه دوه مستقل قدرتونه دوه مستقل علتونه شو اوپه یو شی (معلول) باندی دوع علتونه نه شی جمع کیدی - اوکه دیو په قدرت سره موجود شی نوبل به عبث شی اوترجیح بلا مرجح به راشی - اودا دالوهیت سره منافی دی -دارنگ وئیلی کیدی شی چه آلِهه گنړشی نو عالم به غیرممکن شی - ځکه چه دتمانع (یوبل منع کول په زورسره) به ممکنه شی اوتمانع سره الوهیت باطلیږی - اوددی ملازمه په سورة مؤمنون (۹۱) کښی ده - ددی نه معلومه شوه چه دا دلیل داثبات دتوحید دپاره قطعی او یقینی دی - دا قول دتفتازانی په شرح عقائد کښی بی مناسبه دی چه هغه وائی چه دا اقناعی او ظنی دلیل دی تفسیر روح المعانی اونورو اهل علمو هم په ده باندی رد کړی دی - دوهمه توجیه بنا ده په دی خبره چه مراد آلِهونه هغه آلِهه دی چه مشرکانو اللّه تعالٰی سره شریک جوړول لکه په سورة اسراء (۴۲) کښی دی - اودهغوی آلِهه خو عاجزدی او عاجز خو د ځمکی او آسمانونو نه شی سمبالولی نو معنیٰ داشوه چه ددی مشرکانو دا آلِهه (چه ضعیف او کمزوری دی) که د ځمکی او آسمانونو یعنی ددنیا تدبیر کوؤنکی شی لکه چه اوس هم مشرکان قطبان او غوثان ددنیا تدبیرکوؤنکی گنړی نودا انتظام به خراب شوی وی ځکه چه هغوی کمزوری دی - (فَسُبْحَانَ) دا نتیجه ده ددی دلیل مخکنی (رَبِّ الْعَرْشِ) په دی کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی نظام چلوؤنکی دی اودا نظام ئی بل چاته سپارلی نه دی (يَصِفُونَ) ولد او شریک -