يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ
پاکی وائی د اللّه تعالٰی شپه اوورځ نه سستی ښکاره کوی -
داهم بیان دحال دعبودیت دملائکو دی - او دکعب الاحبارنه نقل دی چه دوام دتسبیح دملائکوداسی دی لکه چه انسان ساه اخلی، نه په هغی ستړی کیږی اونه پری دنور کار نه مشغولیږی، پریخودل دیوکار دپاره ددری سببونونه یو سبب وی اول استکبار دوهم ستړی کیدل دریم ناراستی اوسستی کول اوپه ملائکوکښی دادری واړه اوصاف نیشته -