الأنبياء ۱۳

لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَى مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ

(اوئیلی شو) منډی مه وهئ اوواپس شئ هغه مالونوته چه بی کچه مست کړی شوی ئی په هغی کښی او کورونو خپلوته ددی دپاره چه ستاسو نه سوال اوکړی شی -

دا قول د ملائکو دطرف نه دی (مَا أُتْرِفْتُمْ) نه مراد سازاوسامان او نعمتونه دی چه دهغی دوجی نه ئی د حدودو الٰهیه نه تجاوز کوؤ (لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ) داپه طریقه دا ستهزاء‌ سره دی یعنی چه ستاسو نه تپوس اوکړی شی چه ولی تیخته کوئ ولی ایمان نه راوړئ اوولی په تاسو باندی عذاب راغی (دادی ټولو معانیوته شامل دی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل