الأنبياء ۶

مَا آمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ

ایمان نه دی راوړی مخکښی ددوی نه هیڅ یوکلی والو چه مونږ هلاک کړی دی ایا پس دوی به ایمان راوړی -

دا جواب دی دآخری طعن یعنی مطالبه دآیت، حاصل داچه مخکینوقومونو ته دغسی معجزات راغلی وؤ کوم چه دوی ئی غواړی هغوی ایمان نه وؤ راوړی نودوی خوپه ضد او عناد کښی دهغوی نه زیات دی نودوی به کله ایمان راوړی داجواب ئی ددی وجی نه مخکښی راوړو چه ددوی دا سوال څه نه څه په دلیل باندی بنا وؤ چه رسولان خو مونږ منو لیکن دارسولان دی دهغوی په شان معجزه راوړی اونورطعنونه خوپه صرف په ضد او جهل باندی بنا دی دهغی جواب ته حاجت نیشته ماسیوا داعتراض اول نه دهغی جواب تفصیلی دی ددی وجی نه هغه ئی روستو ذکرکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل