وَكَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِآيَاتِ رَبِّهِ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى
اودغسی سزا ورکؤو مونږ هغه چاته چه دحد نه تیرشوی دی (په شرک کولوسره) اوایمان ئی نه دی راوړی په آیاتونو درب خپل اوخامخا عذاب دآخرت ډیرسخت دی او همیشه دی -
په دی آیت کښی ذکر دتعمیم دعذاب دی هرمشرک ته ځکه چه مراد داسراف نه شرک کول دی - (وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى) نه مراد دادی چه عذاب دآخرت ډیرسخت دی په نسبت دعذاب ددنیا اودعذاب دقبرنه اوهمیشه باقی دی ځکه چه عذاب ددنیا اوقبرهمیشه نه وی -