إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَى
یقیناً تالره ده (مخکښی دابلیس دوسوسی منلونه) چه نه به اوږی کیږی په دی کښی اونه به بربنډیږی -
په دی ایتونو کښی څلور نعمتونه دجنت ذکردی لیکن دامشروط دی په دی شرط سره چه دحکم د اللّه تعالٰی نه خلاف اونکړی - اول نعمت دادی چه په جنت کښی لوږه نیشته - او دوهم نعمت دادی چه بربنډ کیدل نیشته دا دواړه ئی یوځای ذکرکړل ځکه چه دجوع تعلق دباطن سره دی او دبربنډوالی تعلق دظاهرسره دی او دا دواړه ذلت دی - اودارنگ اول حاجت دانسان طعام اوبیا جامی ته دی - اودریم نعمت دادی چه جنت کښی تنده نیشته اوڅلورم دادی، چه گرمی نیشته، اوددی اول تعلق دباطن سره دی اوددوهم تعلق دظاهرسره دی اودا دواړه گرمی ده نوځکه ئی یوځای ذکرکړل - اوسبب دترتیب ددی څلورو دادی چه انسان اول دطعام طلب کوی اوبیا دجامی طلب کوی، بیا اوبو طلب کوی، بیا دگرمئ نه دبچ کیدلو طلب کوی -
فائده: په جنت کښی گرمی او یخنی دواړه نیشته لیکن دگرمئ تکلیف زیات او عام وؤ نوځکه ئی هغه خاص ذکرکړو -