مریم ۱۶

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا

اوبیان کړه (دنصیحت په طور) په کتاب د اللّه تعالٰی کښی واقعه دمریم کله چه په ډډه شوه دکورنئی خپلی نه یومکان نمرخاته طرف ته -

دا واقعه دمریم اود عیسیٰ علیه السلام ده دپاره دجواب شبهی دمشرکینو اونصاریٰ! شبه داده چه دمریم او د عیسیٰ علیهما السلام نه ډیر عجیبه او ناآشنا امور ښکاره شوی دی معلومیږی چه دوی متصرف او حاجت روا دی - حاصل دجواب دادی چه مریم کښی عجزاوعبدیت وؤ پناهی په رحمان سره طلب کوی، جبرائیل نه پیژنی، مخاض پری راغلی دی، تمنادموت ئی کړی ده، نذردرحمان دپاره کړی دی دا ټول دلیلونه دی عجزد هغی او عیسیٰ علیه السلام وئیلی دی اِنی عبداللّه اونبی یم مبارک یم، اوپه عباداتوسره ماموریم اوسلامتیا کښی اللّه تعالٰی ته محتاج یم اووئیلی دی (وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ) دا ټول دلیلونه دی دعبدیت او دعجز د عیسیٰ علیه السلام نوهغوی متصرف اوحاجت روا نه شی کیدی (وَاذْكُرْ) نه مراد بیان دواقعی د مریم علیها السلام دی دپاره دتذکیرد توحید - اوانتباذ مکان شرقی ته دپاره دعبادت کولووؤ - اودمکان شرقی تخصیص دوجی دافضلیت نه نه وؤ دا اتفاقی ووو لیکن نصاریٰ په بدعت کښی اخته شول اودا مکان شرقی ئی چه مولد د عیسیٰ علیه السلام دی ددی نه ئی قبله جوړه کړه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل