إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی اوعلمونه ئی کړی دی دسنت مطابق شته دوی لره جنتونه دفردوس میلمستیا تیاره -
په دی آیتونو کښی بشارت دی ایمان والو لره (لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا) کښی اشاره ده چه په جنت کښی هیڅ تکلیف نیشته اونه په کښی هیڅ کمی شته نوددی وجی نه بل ځای ته تلل نه غواړی اوفردوس اعلٰی او افضل جنت دی اوبعضی روایاتوکښی دی چه په دی کښی دعوت کوونکی الی الحق وی لکه اصحاب کهف اوموسیٰ او خضر او ذوالقرنین دی ټولو په جدا جدا طریقی سره دعوت کړی دی -