أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا
داهغه خلق دی چه کفرئی کړی دی په آیاتونو درب خپل اوپه پیش کیدلو دهغه ته نوبرباد دی عملونه ددوی نواوبه درؤو دوی دپاره دقیامت په ورځ هيڅ تول -
په دی کښی دریم کرت سره حکم دی په کفرددغه کسانو، اواشاره ده چه داکفر سبب دحبط دعملونوددوی دی (فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه ددوی به څه قدر اوعزت نه وی اواجروثواب ئی نیشته اوحدیث صحیح کښی دا مضمون ذکرشوی دی چه دقیامت په ورځ به غټ سورب سړی راوستلی شی اود اللّه تعالٰی په نیز به دماشی دوزر سره هم برابر نه وی دوهم قول دادی چه ددی کافرانو حسنات به نه وزن کیږی ددی وجی نه چه حسنات ئی برباد دی اوپه دی کښی اشاره شوه چه دبعضی کسانودپاره میزان به نه وی اوبغیردوزن داعمالونه به جهنم ته داخلیږی لکه د مؤمنانو بعضی کسان به بغیر دحساب نه جنت ته داخلیږی -