إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا
یقیناً گرځولی دی مونږهغه څه چه په ځمکه باندی دی ډول دځمکی دپاره ددی چه ددوی ازمایش اوکړو چه کوم یو ښائسته عمل والادی -
په دی دواړو آیتونوکښی تزهید فی الدنیا دی یعنی ددوی دنه منلووجه ددنیا محبت دی لیکن دا دنیا او ددی سامانونه دلږو ورځو زینت دی اوابتلاء ده اوزرفناکیدونکی دی نوپه دی باندی مه دهوکه کیږئ (زِينَةً) په دی سورة (۴۶) کښی هم ذکرشوی دی او رسول اللّٰه ﷺ دهغی تفسیرکړی دی په حَضِرَةٌ حُلوَةٌ سره یعنی سترگی پری خوشحالیږی او خوله کښی صرف خوند پیداکوی (لِنَبْلُوَهُمْ) یعنی زینت ددنیا د ابتلاء او د امتحان دپاره دی او امتحان دوه قسمه وی، اول قسم هغه چه دهغی فائده ممتحن ته اورسیږی یعنی هغی ته حقیقت حال معلوم شی - اودوهم قسم هغه دی چه دهغی فائده امتحان ورکوونکی ته اورسیږی یعنی امتحان ورکوونکی دځان د حال نه خبر نه وی بلکه خیال کوی چه زه لائق یم اوپه کامیابئ کی یم نوپه امتحان سره هغه ته حقیقت حال خپل معلوم شی اود اللّه تعالٰی امتحان په مخلوق باندی دوهم قسم دی داددی وجی نه چه بلایبلوا په معنیٰ دحقیقت ښکاره کیدلو دی لکه یونس (۳۰) کښی نو (لِنَبْلُوَ) اصل معنیٰ داده چه اوښایو مونږدوی ته حقیقت حال ددوی (أَحْسَنُ عَمَلًا) دارنگ په سورة (۷) اوسورة ملک (۲) کښی هم دی اوتشریح ددی په تفسیر د سورة هود کښی تیره شوی ده - اوآیت (۸) کښی صعیداً جرزاً اشاره ده فنا ددی سامان ددنیا ته - اودا لفظ په طریقه دتشبیه سره دی یعنی ددنیا تمام څیزونه چه فناشی نوځمکه به داسی شی لکه شاړ میدان چه ټول بوټی ترینه پری کړی شوی وی -