الكهف ۵

مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا

نیشته دوی لره په دی باندی هیڅ علم اونه پلارانو ددوی لره ‌ډیره لویه خبره ده (په ناکاروالی کښی) چه رااوځی دخولوددوئ نه دوی نه وائی مگر دروغ -

په دی آیت کښی تقبیح ددی عقیدی ئی ذرکړی ده چه دا بی دلیله خبره ده اودخبری او عقیدی دپاره داقباحت پوره دی چه دلیل پری موجود نه وی صرف دآباؤ تقلید کوی، بیا شبه راغله که په دی خبره څه دلیل نیشته دی لیکن خیردی معمولی خبره ده څه پرواه نیشته نوجواب اوشو (كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ) یعنی داخبره ډیره غټه قبیحه ده چه ددوی د وړو خولو نه رااوځی بی دلیله بیاددی قباحت دلیل دادی چه (إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا) یعنی په دی خبره کښی سیوا ددروغونه بل هیڅ نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل