قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا
پوخ بیان والادی دی دپاره چه ویره ورکړی دسخت عذاب نه چه د هغه دطرف نه دی اوزیری ورکړی مؤمنانولره هغه کسان چه عملونه کوی دسنت برابر چه یقیناً دوی لره ثواب دی خائسته -
(قَيِّمًا) مضبوط مضمون والا دی یعنی توحید په دلیلونوسره کلکوی اومؤحد لره په توحید باندی مضبوطوی، اوبیائی حکمت انزال قرآن ذکرکړی دی چه انذار اوتبشیردی - دانذار دپاره منذر او منذرلهم اومنذرعنه دری واړه ضروری دی اودارنگ دبشارت دپاره مبشر، مبشرلهم او مبشربه ضروری دی نوپه ضمیرد لِيُنْذِرَ کښی چه کتاب یا عبد ته راجع دی اشاره ده منذرته، اوپه (بَأْسًا شَدِيدًا) سره ذکردمنذرعنه دی اومنذرلهم روستو ذکرکوی اوپه ضمیرد دیبشرکښی اشاره ده مبشرته چه کتاب دی یاعبد دی او المؤمنین اه - سره مبشرلهم ذکرکړی شوی دی او (أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا) سره مبشربهِ ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی تخویف او بشارت دی -