الإسراء ۸۵

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا

او دوی ستانه تپوس کوی په باره دروح کښی ته اوایه روح (پیداشوی دی) په حکم درب ځما اونه ده درکړی شوی تاسوته دپوهی نه مگرلږه غوندی -

په دی کښی زجردی په سوال عنادی او تعنّتی سره چه مطلب دسوال ځان پوه کول نه دی بلکه مسئول عنه چپ کول ئی صرف مقصد وی داسوال مشرکان عرب دیهودو په لمسه سره کړی وو نو دواړو دپاره زورنه ده اوددی ربط دی د أَعْرَضَ اود نَأَى بِجَانِبِهِ سره یعنی مفرضین خلق داسی تپوسونه کوی اومراد رُّوح نه، په دی کښی ډیراقوال دی یوداچه د ژوند روح دی دهغوی دسوال مقصد دادی چه روح دکوم ځای نه ښکاره شوی دی لکه چه معلومه شوه چه بدن خودخاورو نه پیداشوی دی، نوروح دکوم ځای اوکومی مادی نه پیدا شو؟ نوجواب ورکړی شو چه روح د عالم الامرنه را کوزشوی دی اوددی نه زیات په تفصیل باندی تاسو پوهیدلی نه شئ‌ ځکه چه بعضی څیزونه دمتشابهاتونه دی - نوپه دی تحقیق سره معلومه شوه چه جواب دهغوی دسوال سره موافق دی او دوهم قول دادی چه مراد دروح نه قرآن دی چه سورة نحل آیت (۲) کښی په هغی باندی اطلاق دروح کړی شوی دی یعنی قران دځان نه تا جوړکړی دی یا جبرائیل دځان نه راوړی دی؟ - جواب اوشو چه داد اللّه تعالٰی په امرسره نازل شوی دی - دریم قول دادی چه مراد ددی نه جبرائیل دی ځکه چه قرآن کښی هغه ته الروح الامین اوروح القدس وئیلی شوی دی یعنی دوی سوال کوی چه جبرائیل دڅه نه پیدا دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل