قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا
ته ورته اووایه تاسو شئ گټی یا اوسپنه -
په دی ایتونوکښی جواب دی منکرینودبعث ته حاصل دجواب دادی چه دخاورونه دوباره جوړول خو اسان کاردی بلکه که تاسو گټی شئ یا اوسپنه شئ یاددینه هم سخت شئ لکه فولاد یاآسمانونه او ځمکه، نوهم اللّه تعالٰی تاسودوباره پیداکولی شی - لفظ (كُونُوا) په معنیٰ دشرط دی یعنی لوکنتم حجارة الخ - اودارنگ دا امکان لری چه انسان کله چه خاوری شی نوکله ددی خاوری نه گټی او مالگه جوړیږی اوکله داوسپنی په کان کښی دخاوری نه اوسپنه جوړیږی اوکله ترینه فولاد وغیره هم جوړیږی - بیا ددوی دوهم اعتراض ئی ذکرکړو په باره د اعاده کوونکی کښی اودهغی جواب دی په دی قول سره (قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ) بیا ددوی دریمه شبه په طورداستهزاء سره ذکرشوه چه سرخوزوی په طور داستهزاء اوتپوس کوی په باره دوخت دبعث کښی اوانغاض په عرف دعرب کښی داسی وی چه سراوچت کړی او بیائی ښکته کړی اودا عمل باربار کوی یعنی سرښکته اوبره کوی او (عَسَى) دپاره دتاکید دقربت دی ځکه چه عسیٰ د اللّه تعالٰی دطرف نه دپاره دیقین وی -