الإسراء ۳۹

ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَدْحُورًا

دا چه ذکرشول دهغی نه دی چه وحی کړی ده تاته رب ستا دحکمت خبرونه اومه گرځوه اللّه تعالٰی سره حق دارد بندگئ بل پس ته به اوغورځولی شی په جهنم کښی ملامته کړی شوی رټلی شوی -

دا تائید دماقبل احکامودی یعنی دا احکام وحی د اللّه تعالٰی ده اودا حکمت دی اوپه دی کښی تفسیر دحکمت دی کوم چه سورة نحل (۱۲۵) کښی تیرشوی دی او (لَا تَجْعَلْ) کښی اوومه نهی دظلم دشرک نه دوباره ذکر کړی ده ، اشاره ده چه شرک دټولو ظلمونو بیخ او جړ دی اوهرکله چه په انسان کښی د شرک سره دغه ظلمونه هم موجود شی نوهغه ډیرملامته او دزجرونو لائق وی ددی وجی نه ئی دلته ملوم مدحورذکر کړو اوپه (۲۲) کښی هرکله چه مخکښی ئی فضیلتونه ذکرکړل اودارنگ د مشرک خیال دادی چه ځما الٰه به مالره مدد اوفصیلت راکوی نودهغوی په رد کښی ئی مذموم مخذول ذکرکړی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل