الإسراء ۵

فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولًا

پس هرکله چه راغله نیټه داول فساد نورا اولیږل مونږ په تاسو باندی بندگان زمونږ چه ډیرسخت جنگ والا ؤو پس ورننوتل په مینځ دکورونو کښی او دا وه وعده پوره کړی شوی -

په دی آیت کښی (عِبَادًا لَنَا) نه مراد جالوت او دهغه ملگری دی - اودهغوی واقعه په سورة بقره کښی تیره شوی ده (فَجَاسُوا) مراد ددی نه دکورونو تالاشی کول اودهغی بی عزتی کول اودهغی نه خلق شړل دی او لفظ د لَنَا کښی لام دملکیت دپاره دی یعنی دغه بندگان اگرچه ظالمان وؤ خوهغوی هم په اختیاراوتصرف د اللّه تعالٰی کښی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل