هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
انتظار نه کوی دوئ مگردراتلو دملائکو (دمرگ) یا دراتلودحکم درب ستا دغه شان کارکړی ؤو هغه چاچه ددوئ نه پخوا ؤو اوظلم نه دی کړی اللّه په دوی باندی لیکن دوئ په خپلو ځانونو ظلم کؤو -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی منکرینوته اومراد دآیت دادی چه دوی ایمان نه راوړی په شان دمتقیانو بلکه کله چه ملائک راشی دپاره د قبض د ارواحو ددوی یابل عذاب راشی د اللّه تعالٰی دطرف نه نودوی به هغه وخت ایمان راوړی، لیکن هغه ایمان قبول نه دی نودا ایمان نه راوړل ددوی تردغه وخته پوری ددی نه ئی تعبیر اوکړو په انتظارسره تشبیهاً ورنه دوی خو انتظارنه دی کړی -