النحل ۲۱

أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

دا مړه دی نه دی ژوندی (په دنیاوی ژوندسره) او دوئ‌ نه پوهیږی چه کله به دوباره ژوندی کیږی -

په دی کښی هم رد د شرک فی التصرف او فی العلم دی یعنی معبودان ددی مشرکانو د اللّه تعالٰی نه سیوا مړه دی اومړی علم او تصرف نه لری نوولی دوئ‌ دهغوئ نه مدد غواړی -
فائده: دا آیت خاص په بوتانو پوری نه دی ځکه چه الفاظ ددی آیت عام دی بلکه دا شپږصفتونه (خلق نشی کولی، مخلوق دی، مړه دی، ژوند ترینه زائل شوی دی، شعورنه لری، بعث بعدالموت ئی شته) دپاره د ذوی العقول دی او بتانوته خو مجازاً شاملیږی نوهرکله چه حقیقت موجود دی نومجازی معنیٰ ته هیڅ حاجت نیشته - او ددی وجی نه تفسیرروح المعانی کښی ذکر کړی دی چه دا آیت شامل دی ملائکو او انبیاؤ او اولیاؤ ته بیاکه څوک شبه اوکړی چه ملائک او عیسیٰ علیه السلام چه مشرکان هغوی لره عبادت کوی هغوی خو مړه نه دی، نواول جواب دادی چه اموات معنیٰ داده چه مرگ پری راتلی شی اودغیراحیاء معنیٰ داده چه همیشه به ژوندی نه وی نوکه فی الحال مړه وی اوکه مړه نه وی دواړو ته شامل شو - دوهم جواب دادی چه دا آیت خاص دی په هغه معبودانوپوری چه هغوئ مړه شوی دی اوپس دمرگ نه مشرکان د هغوئ بندگی کوی اوحاجتونه ترینه غواړی لکه قبرپرست خلق شو - نو معنیٰ داشوه چه ستاسو معبودان ای قبرپرستو مړه دی اود (غَيْرُ أَحْيَاءٍ) معنیٰ داده چه دنیاوی ژوند ورله نیشته اوهرچه برزخی ژوند دی نوثابت دی په نورو دلیلونوسره - ددی نه استدلال کیدی شی چه اولیاء شهداء وغیره چه مړه شوی دی نودهغوی دپاره حیات دنیویه نیشته بلکه حیات برزخیه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل