فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ
پس تسبیح وایه سره د ستائینی درب ستانه اوهمیشه اوسه دسجده کؤونکونه -
په دی آیتونوکښی بیان دعلاج دی دپاره دتنگوالی د زړه اوپه دی کښی بیان ددریوآدابو دی اودارنگ دا دعوه دتوحیدده په اختتام دسورة کښی ، او (الْيَقِينُ) مراد ددی نه مرگ دی لکه سورة مدثرآیت (۴۷) کښی اودارنگ په حدیث دعثمان بن مظعون رضی اللّه عنه کښی چه ذکردی ( فَقَد جَاءَه ُ الیَقِین) او دا امام بخاری رحمة اللّٰه علیه راوړی دی - او مرگ یقین ځکه وئیلی کیږی چه راتلل دمرگ په هرنفس باندی اتفاقی مسئله ده -
فائده: ملحدینو متوصفؤو دیقین نه معرفت د اللّه تعالٰی اراده کړی ده نوپه دی آیت سره ئی دلیل نیولی دی چه هرکله یوانسان په عبادت کولو سره معرفت ته اورسیږی نودهغه تکلیف شرعی ساقط شی - اوعبادت کول ورته معاف شی اودهغه گناه ته گناه نه وئیل کیږی، لیکن داکفراو ضلال او جهل دی په یوڅو وجوهوسره اوله وجه داده چه انبیاء علیهم السلام او صحابه کرام رضی اللّه عنهم ښه معرفت والاوواوحال دادی چه هغوی عبادت ترمرگه پوری نه دی پریخودی - اودوهمه وجه داده چه یقین نه وړاندی مرتبه دشک وی اوپه حال دشک کښی هیڅ عبادت کول جائزنه وی ځکه چه بناء دعباداتوپه نیت باندی ده اونیت اوشک یوبل سره منافی دی اودریمه وجه داده چه په دلیل دقرآن اوحدیث صحیح اود اقوالودسلفو سره ثابت ده چه مراد دیقین نه په دی آیت کښی مرگ دی اوهغه تفسیرچه دحدیث اود اقوالو دسلفونه مخالف وی نو هغه تحریف وی اوتحریف په قرآن کښی کفردی - ابن کثیراو الوسی په دوی باندی ددی آیت په تفسیرکښی پوره رد کړی دی -