الحجر ۹۴

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ

پس صفا صفا بیان کړه هغه چه تاته حکم کړی شوی دی دهغی دبیانولو اومخ اوگرځوه د مشرکانونه -

په دی کښی دوه آداب ذکردی داول مطلب دادی چه ښه ښکاره کړه هغه مسئلی چه امرشوی دی تاته دتبلیغ دهغی اودوهمه معنیٰ داده چه اوچوه زړونه دمشرکانو په بیان دمسئلی دتوحید اودریمه معنیٰ داده چه تس نس کړه ډله دمشرکانو په بیان دتوحید سره - او دوهم ادب مقصد دادی چه دمشرکانو ټوقو او مسخرو اود هغوی دمقابله کولو څه پرواه مه لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل