الحجر ۸۵

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ

اونه دی پیداکړی مونږ آسمانونه او ځمکه اوددی په مینځ کښی چه څه دی مگرد حق دښکاره کولودپاره اویقیناً قیامت خامخا راتلونکی دی پس مخ اوگرځوه په ښه طریقه مخ گرځول -

داعلت دپاره دعذاب دتیرو شوو قومونو یعنی اللّه تعالٰی آسمانونه اوځمکه دعدل دپاره پیداکړی دی اودعدل تقاضا داده چه مجرمانواومشرکانوته عذاب ورکړی شی اوحق په معنیٰ دعدل سره دی اودا عذاب صرف په دنیاکښی نه دی بلکه په قیامت کښی هم دی ځکه ئی ورپسی ئی اوفرمایل (وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ ) یامراد دحق نه توحید دی یعنی موجودات ټول په توحید باندی دلیل دی نوولی داخلق انکارکوی - بیاددی آیت نه لس آداب دمبلغ دپاره بیانیږی اوداتسلی ده نبی ﷺ ته اوذکر داول ادب دی - صفح جمیل دی ته وائی چه مخ اوگرځولی شی او براءة اوکړی شی خاص اللّه تعالٰی دپاره بغیر ددنیا دمقصدونونه - اوداسی په سورة مزمل آیت (۱۰) کښی هم دی اومراد ددی نه دادی چه معافی اوکړه ددوی نه په خپلو حقوقو کښی نودامنسوخ نه دی اومراد ددی نه دادی چه دمشرکینو نه براءة اوکړه اوداهروقت فرض دی دنسخ احتمال نه لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل