وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ
او یقیناً دروغژن کړی وؤ حجروالو پیغمبرانو لره -
دا دریمه نمونه دعذاب ذکرکوی دقوم دصالح علیه السلام اواوس دهغوی مقام په مداین صالح سره مشهوردی دمدینی او تبوک په مینځ کښی واقع دی - حجرپه ډیرو معانو کښی استعمالیږی - دلته مراد دهغی نه مرکزی ښار دثمودیانودی (وَلَقَدْ كَذَّبَ) په دی لفظ کښی سبب دعذاب ذکردی (الْمُرْسَلِينَ) تکذیب دیو رسول په شان دتکذیب د ټولورسولانو دی -