الحجر ۷۸

وَإِنْ كَانَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ

اویقیناً بنړ (جنگئ) اولا وؤ دظالمانونه -

دا دوهمه نمونه دعذاب ده اودا قوم دشعیب علیه السلام وو اوایکه گنړو او ډیرو وَنو ته وائی یعنی بنړوالا - غوره قول دادی چه روستودهلاکت داهل مدین نه شعیب علیه السلام ایکه ته اولیږلی شو اوپه دوی باندی عذاب دیوم الظله راغلی دی اوشعیب علیه السلام ددی قوم دجنس نه وو بلکه مدین والا دقوم نه وو ددی وجی نه مدین سره لفظ د اخو هم ذکرکړی شوی دی او ایکه سره اخوهم نه دی ذکرکړی شوی لکه سورة شعراء (۱۷۶) نه تر (۱۸۹) پوری (لَظَالِمِينَ) دهغوی ظلمونه په سورة اعراف او هود او شعراء کښی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل