الحجر ۷۵

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ

یقیناً په دی واقعه کښی ډیر عبرتونه دی فکرکؤونکولره -

(لِلْمُتَوَسِّمِينَ) متوسمین هغه خلق وی چه څیزته نظرکوی په علامتونوسره اوپه هغی کښی فکرکوی - چونکه په هغه علاقه کښی پس دعذاب نه نشانات وو نوځکه ئی متوسمین ذکرکړو اوپه فکرکولوسره عبرتونه ډیرحاصلیږی ځکه آیٰت ئی جمع ذکرکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل