الحجر ۷۲

لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ

قسم دی ستاپه ژوند یقیناً‌ دوئ‌ په خپله نشه کښی دی پریشانه -

غوره قول په دی کښی دادی چه دا خطاب لوط‌ علیه السلام ته دی او سلسله دکلام به نه منقطع کیږی - یعنی د دومره نصیحت باوجود په دوئ باندی ځکه اثرنه کیدلو چه دوی په خپله نشه دجهل کښی ړانده او نسکوردی (لَعَمْرُكَ) لام دقسم دپاره دی اوعمر او عُمر یوشی دی لیکن دقسم په وخت کښی عین په زور سره استعمالیږی داقسم د اللّه تعالٰی دی او اللّه لره جائزدی اواختیار دی چه په هرڅیزباندی قسم کوی په حکم د اللّه تعالٰی اود رسول اللّٰه ﷺ باندی اود رسول اللّٰه ﷺ حدیث صحیح دی چه چاغیرد اللّه تعالٰی نه په بل چا باندی قسم اوکړو نویقیناً شرک ئی اوکړو - نومونږددی حکم نه خلاف نشو کولی ددی وجی نه د امام مالک نه قرطبی نقل کړی دی چه داسی مواضعوکښی لفظ خالق مقدر مراد دی - اوابراهیم نه نقل دی چه داسی قسم کول بندگانوباندی منع دی او امام مالک نه نقل دی چه داسی قسمونه کمزوری خلق او زنانه کوی نارینه نه کوی او د اللّه تعالٰی په قول باندی قیاس نشی کیدلی -
فائده: قسم د اللّه تعالٰی په یوڅیزباندی دتاکید اود شهادت په طورسره وی، داسی نه ده چه اللّه تعالٰی د هغه څیزنه ویره کوی یاترینه امید ساتی - اللّه تعالٰی ددی نه پاک دی - دلته مراد دادی چه ای نبی ستادا ژوند دتکالیفو په دی قوم کښی گواه دی چه داقوم جاهلان اوړانده دی - اوقسم د انسانانوپه څه څیزباندی ددی وجی نه وی چه دهغی څیزنه ویره کوی یاتری نه امید دنفع ساتی اودا عقیده ساتل په اللّه تعالٰی پوری خاص دی ددی وجی نه چه انسان د اللّه تعالٰی نه سیوا په بل چاباندی قسم اوکړی نوشرک اوکړی (سَكْرَتِهِمْ) نه مراد گمراهی ددوئ ده (يَعْمَهُونَ) غفلت دی د مقصد دژوند نه او سرگردانی پریشانی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل