فَلَمَّا جَاءَ آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ
پس هرکله چه راغلل کورنئ دلوط علیه السلام ته رالیږلی شوی -
دا دلیل دی چه لوط علیه السلام هم په غیب باندی علم نه لرلو (بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ) ددی نه مراد عذاب دی چه دوئ دهغه په نزول کښی په ځان باندی شک کوؤ یامراد ددینه مسئله دتوحید ده چه دوئ په هغی کښی شک کؤو او کلام کښی تقدیردی معنی داده چه عقاب ماکانو یمترون او د (بِالْحَقِّ) نه مراد رشتینی خبردی یاعذاب مراد دی (وَإِنَّا لَصَادِقُونَ) دډیرتاکید دپاره دی -