الحجر ۵۴

قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَى أَنْ مَسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ

اوئیل هغه آیا زیری راکوئ‌ ماته سره ددی چه رسیدلی دی ماته بوډاوالی پس په څه څیز ماله زیرئ راکوئ تاسو -

دا تعجب دابراهیم علیه السلام په اعتباردعام عادت سره دی نه د انکاردقدرت د اللّه تعالٰی نه (فَبِمَ تُبَشِّرُونَ) په دی کښی استفهام حقیقی دی یعنی بشارت په څه طریقه دی یعنی بوډاوالی به زائل کیږی او که په داسی حال به وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل