نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
خبرکړه بندگان ځما چه یقیناً زه بخنه کؤونکی رحم کؤونکی یم -
هرکله چه مخکښی تخویف او بشارت تیرشو نوپه دی دوو آیتونوکښی تتمه دهغی ده په طریقه دلف او نشر غیرمرتب اوپه دی کښی تنبیه ده چه ایمان په مینخ درجا او خوف کښی وی یعنی اول آیت کښی رجاء اوپه دوهم آیت کښی خوف دی -