الحجر ۴۵

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ

یقیناً متقیان خلق به په باغونو اوچینوکښی وی -

په دی آیتونو کښی بشارت دی هغه چاته ځان ئی بچ کړی دی د تابعدارئ د ابلیس نه اوپه دی بشارت کښی لس امورذکردی (بِسَلَامٍ) سلامونه به وی دطرف د اللّه تعالٰی او دملائکونه په دوی باندی په وخت دداخلیدلو کښی (آمِنِينَ) ټول عمربه په امن وی دهری ویری اوویستلودجنت نه او دخمتیدلود لذتونونه اودفنا او دمرگ نه (غِلٍّ) ددی نه مراد هغه خفگان دی بی اختیاره چه پیداکیږی په زړونود انسانانوکښی دوجی دتفاوت دمرتبونه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل