الحجر ۳۴

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی پس اوځه ددی ځای نه پس یقیناً ته رټلی شوی ئی -

دی آیتونو کښی عذاب دابلیس ذکردی اول راویستل دهغه دجنت نه د جماعت دملائکونه او آسمانونونه، اودوهم رجم دهغه چه مراد دهغی نه رټل اوشړل دی ددربار د اللّه تعالٰی نه یاداچه ویشتلی کیږی به په شغلوسره دی او اولاد دده، اودوهم عذاب دلعنت دی تر ورځ دجزا پوری اوپه ورځ دجزا کښی بیا عذاب ابدی دی اودارنگ ذکردی په سورة ص آیت (۷۷) ا و (۷۸) کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل