وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ
اویقیناً پیژنو مخکنی ستاسونه او یقیناً پیژنو روستنی خلق -
په دی آیت کښی صفت د علم د اللّه تعالٰی ذکردی په طریقی داحاطی سره - او مستقدمین او مستاخرین عام اوشامل الفاظ دی ددی لاندی داخل دی هغه خلق چه مخکښی تیرشوی دی اوهغه چه لاروستودی یعنی پیدا شوی نه دی اودارنگ هغه څوک چه مړه دی اوهغه څوک چه اوس ژوندی دی اودارنگ مخکنی امتونه اودا امت اودارنگ هغه څوک چه وړاندی دی په خیراوپه طاعت کښی اوهغه څوک چه روسته پاتی دی په گناه اوپه شرکښی، اودارنگ مخکنی صفونه دجهاد اوروستنی صفونه دجهاد، اودارنگ مخکنی صفونه دمانځه اوروستنی صفونه دمانځه اودارنگ هغه څوک چه شهید شوی دی په جهاد کښی اوهغه څوک چه نه دی شهید شوی - اودارنگ تیرشوی مخلوق اوروستنی مخلوق نومعلومه شوه چه د اللّه تعالٰی دعلم نه هیڅ شی بهرنه دی -