الحجر ۱۶

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ

اویقناً پیدا کړی دی مونږپه آسمان کښی غټ ستوری او ښائسته کړی دی مونږ دپاره دنظر کؤونکو -

ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۵۰) آیت پوری په دی باب کښی لس عقلی دلیلونه دی د (۱۶) نه تر (۲۰) اوپه دی دلیلونو کښی اتلس صفتونه دقدرت او دعلم د اللّه تعالٰی ذکرکړی شوی دی، بیاذکر دسجود دواقعی دآدم علیه السلام دی، متعلق ددعوی دسورة سره چه هغه تخویف دی منکرینوته بیاذکرد تخویف اخروی دی په آیت (۴۴،۴۳) کښی اوبیا بشارت اخروی دی د (۴۵) نه تر(۵۰) پوری، آیت (۱۶) هرکله چه ذکرکړی شو انکار دمنکرینودتوحید اوس ذکرکوی دلیلونه دتوحید دپاره درد په هغوئ باندی اومراد دبُرُوج نه غت ستوری دی په دلیل ددی قول سره وَزَيَّنَّاهَا ځکه چه زینت په ستورو سره دی لکه سورة صافات آیت (۶) اوسورة تبارک آیت (۵) کښی چه ذکردی یامراد دبروج نه هغه منزلونه دی دنمرسپوږمئ‌ وغیره چه وخت په وخت په هغی کښی ښکاره کیږی - اوپه دی آیت کښی دوه صفتونه دقدرت د اللّه تعالٰی ذکرکړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل