الحجر ۱۲

كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ

دغسی ورننه باسو مونږ (دا استهزاء) په زړونو دمجرمانو کښی -

په دی کښی زجردی منکرینوته چه ددوی عادت په شانتی د مخکنودی په استهزاء او په تکذیب کښی اوددی وجه ذکر کړی ده په (نَسْلُكُهُ) سره هُ ضمیر راجع دی استهزاء او تکذیب ته او ابن کثیرشرک ته راجع کړی دی مقصد یودی او داسی ذکر دی په سورة شعراء‌ (۲۰۱،۲۰۰) کښی - هرکله چه په دی آیت کښی مراد دراتلونکی زمانی مجرمان دی نوفعل مضارع ئی (نسلکه) ذکرکړه اوپه سورة شعراء‌ کښی دتیرشوی زمانی مکذبین ذکر وؤ نوهلته ئی فعل ماضی ذکرکړی ده - اوددی مراد هم هغه دی چه په ختم اللّه اوطبع اللّه کښی دی هُ ضمیر قرآن ته راجع کول ضعیف قول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل