الحجر ۹

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ

یقیناً‌ مونږنازل کړی ده وحی اویقیناً مونږ دهغی حفاظت کؤو -

په دی آیت کښی جواب دی د اول اعتراض (إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ) اوصدق دقرآن دی اوتسلی ده نبی ﷺ ته په حفاظت دقرآن کریم په مقابله داعتراضونو دعنادیانو کښی - اوصدق دقرآن دلیل دی چه نبی مجنون نه دی اوحفاظت دالفاظو اودمعانی دتغییرتبدیل اوتحریف نه په دی آیت کښی واضح دی اودا بداهةً معلومه ده چه په سوؤنو کلونه تیرشو ل اودشمنان دقرآن هم بی شماره دی اوتحریفونه ئی هم لفظاً اومعناً کړی دی لیکه هغه تحریفونه چلیدلی نه دی او اللّه تعالٰی داسی بندگان هره زمانه کښی پیدا کړی دی چه دتحریفونو ازاله کوی اوددی شاهد هغه یوه قصه ده چه قرطبی په تفسیرددی آیت کښی ذکرکړیده بلکه اللّه تعالٰی د احادیثو د نبی ﷺ حفاظت هم کړی دی ځکه چه هغه هم ذکرمنزل دی دهغی صحیح ضعیف او موضوعی علماءِ حق په تفصیل سره ښکاره کړی دی اودا آیت صریح رد دی په شیعگانوباندی چه هغوی دا قرآن محرّف گنړی دهغوی کتابونه په دی باندی گواه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل