إبراهيم ۵۲

هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ

دا (قرآن) دپاره د رَسّولو دی خلقوته او ددی دپاره چه اویرولی شی په دی سره (خلقولره) اودی دپاره چه پوهه شی (خلق) چه یقیناً اللّه تعالٰی حقدار دبندگئ‌ دی یودی اودی دپاره چه نصیحت واخلی صاف عقل والا -

دا دابتداء‌ دسورة سره تعلق لری په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته چه سبب دبچ کیدلودی دعذاب نه اوپه دی کښی دقرآن کریم څلورفائدی ذکرکړی شوی دی، اول داچه قرآن تبلیغ دپاره دعامو خلقو دی دوهم داچه دا انذار دی دعذاب نه، دریم داچه دا د تعلیم دتوحید دپاره دی، اوڅلورم داچه دا تذکیر دعقل والودپاره دی اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه موضوع دقرآن توحید دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل