إبراهيم ۵۰

سَرَابِيلُهُمْ مِنْ قَطِرَانٍ وَتَغْشَى وُجُوهَهُمُ النَّارُ

قمیصونه ددوئ به د رنزړونه وی اوپته وی به مخونه ددوئ لره اور -

په دی آیت کښی اشاره ده چه عذاب د جهنم به احاطه کړی وی په دوی باندی دهرطرف نه لکه قمیص چه په ټول بدن باندی احاطه کړی وی لیکن سرابیل نه مراد معنی حقیقی ده - اوقطران رانزړوته وائی چه په هغی سره اوښان غوړول کیږی په وخت دمرض دخارښ کښی نوپه دی کښی اشاره ده چه په جهنمیانوباندی عذاب د خارښ به وی اودارنگ رانزړه چه دی نوسبب دتیزیدلو داوردی اوبد بوینه هم وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل