يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ
په داسی ورځ چه بَدَله به کړی شی داځمکه ددی نه په بله سره اوهم آسمانونه اوپیش به شی اللّه تعالٰی ته چه یودی زورور دی -
دا تخویف اخروی دی اوذکردهغی ورځی دی چه په هغی کښی وعده پوره کیږی اوپه باره دتبدیل کښی دوه قوله دی یوقول دادی چه دا تبدیل ذاتی دی یعنی آسمانونه او ځمکه به فناشی اوهرکله چه ذات او صفت دواړه بدلیږی نولفظ دتبدیل او غیر دواړه ئی ذکرکړی دی اوحدیث مسلم کښی راغلی دی چه عائشه رضی اللّه عنها تپوس اوکړو چه په وخت دتبدیل دځمکی کښی انسانان به کوم ځای وی نو رسول اللّٰه ﷺ جواب اوکړو چه په جسر (پل) باندی به وی نوهرکله چه دا آسمانونه اوځمکه به فناکړی شی نوددوئ په خای به نورپیدا کړی شی اودوهم قول دادی چه دا تبدیل وصفی دی یعنی د آسمانونو او دځمکی دا موجوده کیفیت په بدل کړی شی، لکه چه د جهنم والو څرمنی پس دسوزیدلونه بدلولی شی -